IQNA

د سعودي عربستان په بن سعود  پوهنتون کې د خطي نسخو ډیجیټلي خزانه ( ویډیو)

13:33 - June 02, 2025
د خبر لمبر: 3491211
ایکنا -  د عربستان د امام محمد بن سعود اسلامي پوهنتون کتابتون د نایابو او ګرانبیّه  خطي نسخو یوه خزانه لري چې په نړۍ کې په بل هیڅ کتابتون کې نه موندل کېږي.

د ایکنا د راپور له مخې، د سعودي عربستان په پلازمينې ریاض کې د امام محمد بن سعود اسلامي پوهنتون په ۱۹۵۳ کال کې د دیني علومو د ښوونځي په توګه جوړ شو، خو وروسته پراخ شو او په ۱۹۷۴ کال  (۱۳۹۴ هـ.ق) کې په یوه کوچني پوهنتون بدل شو. د دغه پوهنتون بنسټیز جوړښت د خالد بن عبدالعزیز آل سعود د پاچاهۍ پر مهال په ۱۹۸۲ کال کې پیل شو او په ۱۹۹۰ کال کې د اوسني شکل په بڼه بشپړ شو. دا پوهنتون په سعودي عربستان کې ۶۵ ښوونځي او په بهر کې (جاپان، اندونیزیا او جیبوتي کې ) درې ښوونځي لري.

 

 

 

 

 

فیلم | گنجینه‌ای دیجیتال از نسخ خطی در دانشگاه اسلامی بن سعود عربستان

د دغه پوهنتون کتابتون کابو  ۹ زره اصلي خطي نسخې لري چې له بهرنیو هیوادونو څخه اخیستل شوې یا د عالمانو، امراء او مبلغینو له خوا ورته ډالۍ شوې دي، او همدارنګه ۱۵ زره خطي نسخې په مایکروفیلم باندې لري. دا ټولې خطي نسخې اوس په ډیجیټلي بڼه بدلې شوې دي او د مایکروفیلم نسخې هم څېړل کېږي.

په دغه کتابتون کې د مایکروفیلم له لارې له ۵۰۰ زیاتو نسخو عکسونه اخیستل شوي دي. د دې ځای خطي نسخې اصلي اسلامي نسخې دي چې په بل هیڅ ځای (لکه مصر، سوریه یا مراکش) کې نه موندل کېږي. د بيلګې په توګه، د صحیح بخاري نسخه په دغه کتابتون کې شته چې د نسخې د کاپي کولو تاریخ او کاپي کوونکي له مخې له نورو نسخو سره توپیر لري.

فیلم | گنجینه‌ای دیجیتال از نسخ خطی در دانشگاه اسلامی بن سعود عربستان

د دغو خطي نسخو عکسونه په نورو ځایونو کې د مایکروفیلم یا هارډ ډیسک له لارې شته او د اسلامي علومو په اړه دي.

هر څېړونکی یا پوهان  د پوهنتون ویب‌پاڼې ته ورتللی شي  ، د کتابتون د کتابونو فهرست ته لاسرسی موندلی، او د لیکوال نوم یا د کتاب موضوع په لټون سره خپل مطلوب کتاب ترلاسه کولی شي.

نسخ خطی اسلامی کمیاب در جهان

 https://iqna.ir/fa/news/4284209

captcha